پوځ په مستونګ کې د داعش مرکز تباه کړو

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- سما تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د جون په مياشت کې د بلوچستان په مستونګ ډسټرکټ کې په درې ورځني اوږد عملیاتو کې د داعش يو مرکز تباه کړو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو تفصيلي بيان کې وويل، چې ځواکونو په مستونګ ډسټرکټ کې د جون په ۱-۳مه په جګړه کې د داعش لږ تر لږه ۱۲غړي، د دوو شکمن ځانمرګي بريد کوونکو په ګډون ووژل.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه، چې وژل شوي وسله والو هڅه کوله چې په بلوچستان کې د داعش پښې مظبوطي کړي. آی ايس پي آر وويل چې ځانمرګي بريد کوونکو د دغه سيمې سره تعلق لرلو کومو چې په مستونګ ښار کې د سنيټ د ډپټي چيرمين مولانا عبدالغفور حيدري په کاروان باندې د می په ۱۲مه بريد کړی وو. په دغه چاودنه کې د دوو درجنو نه زيات پاکستانیان وژل شوي وو. په دغه پيښه کې حيدري ژوبل شوی وو.

آی ايس پي آر وويل، چې ځواکونو د بمونو يوه فيکټري تباه کړه او د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه يې ترلاسه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500