راولپنډۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په دريو ښارونو کې په چاپو کې د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۷ مه) ۳۶ شکمن جنايتکاران او افراطیان ونیول.
د دنیا تلويزيون له مخې، سي ټي ډي وويل، چې په راولپنډۍ کې، د پنجاب د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د منع شوي لشکر جنګوي يو شکمن غړی د چاودېدونکو توکو او درې ډیټونیټرو سره ونیول.
چارواکو وويل، چې په کراچۍ کې پولیسو ۱۰ شکمن جنايتکاران، د يو شکمن بهته خور په ګډون ونيول.
جيو نيوز راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په لاهور کې ۲۵ شکمن کسان ونيول.