سيند د امنیت بجټ ٪۱۰ لوړ کړو

د سټاف راپور

کراچۍ -- ډان خبرې اژانس د سه شنبې په ورځ (د جون په ۶ مه) راپور ورکړو چې د سيند حکومت په خپل ۲۰۱۷-۱۸ مالي کال په بجټ کې د امنيت لپاره ۹۲.۹ میلیارده روپۍ (۸۷۷ میلیونه امريکايي ډالره) مختص کړي دي.

وزير اعلی سيد مراد علي شاه د دوشنبې په ورځ (د جون په ۵ مه) صوبايي اسمبلۍ ته وويل، چې د تير کال په پرتله د امنيت په بجټ کې ٪۱۰ زیاتوالی راغلی دی.

هغه وويل، سيند حکومت په پام کې لري چې په راتلونکي مالي کال کې د پوليسو نور ۱۰،۰۰۰ افسران بهرتي کړي.

هغه زياته کړه، د سیند حکومت دا پلان هم لري چې يوه فورنسک لیبارټري، د استخباراتو سکول او د معلوماتو مرکز جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د سیند د پوليسو سره مينه لرم

ځواب