کراچۍ -- ډان خبرې اژانس د يکشنبې په ورځ (د جون په ۴ مه) راپور ورکړو چې د سيند صوبې پولیسو، په لومړي ځل، د ترهګرۍ ضد په ځواکونو کې ۴۶ ښځې بهرتي کړي دي.
دغه ښځې به د صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې او د چټک غبرګون ځواک د نوي غړو په توګه د پوځ د شپږو مياشتو تربيت تر لاسه کوي.
د ښځو نه علاوه، ۱،۴۶۱ نارينه هم په دغه دوو ځواکونو کې بهرتي شول.