چارواکي وايي چې د مشعل وژل له مخکې نه پلان شوې وو

د سټاف راپور

پېښور -- دنیا تلویزیون د يکشنبې په ورځ (د جون په ۴ مه) راپور ورکړو چې چارواکو د مشعل په اړه د کفر هيڅ ثبوت ونه موندلو. مشعل د عبدالولي خان يونيورسټۍ طالب علم وو چې يو هجوم د اپریل په مياشت کې په یونیورسټۍ کې د مردان په کيمپس کې وژلی وو.

د جاينټ انوسټي ګيشن ټیم چې د دې کيس لپاره جوړه شوې وو له مخې، مشعل د مقدساتو سپکاوی نه وو کړی خو په منظمه توګه به يې په يونيورسټۍ کې د بې نظمۍ مخالفت کولو.

د دنيا تلويزيون له مخې، د هغه په وژلو کې لومړي شکمن له مخکې نه د پلان جوړلو اعتراف وکړو ځکه چې هغوی د هغه د فکري نظر سره مخالفت لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500