کوټه -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې اووه تنه وسله والو د یو کمانډر په ګډون د بلوچستان صوبې په ډیره بګټي کې د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱) بغاوت ترک کړو او د سولې د بهیر سره یوځای شول.
سیمه ایز چارواکو وويل، وسله والو خپلې وسلې سرتېرو او د قبايلو مشر ته وسپارلې.
چارواکو وويل، چې دغه کمانډر او د هغه ګروپ په بلوچستان کې په ترهګريز فعاليتونو کې ښکېل وو.