پېښور -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د سې شنبې په ورځ ( د مې په ۳۰ مه) وويل، چې پاکستاني ځواکونو د رد الفساد عملياتو په اوږدو کې په ټول هېواد کې مختلفې وسلې ونيولې.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات په شمالي او جنوبي وزيرستان کې؛ د خيبر پښتونخوا د سوات د مټې په علاقه؛ او جټګرام کلي، نهاګ دره کې ترسره شول.
په دغه نيول شوي وسلو کې سب مشين ګنونه، د جهاز ضد ټوپک او مختلف کلاشینکوفونه، تومانچې او بمونه شامل ول.