په تیرو شپږو کلونو کې په فاټا کې د ترهګرۍ په جګړه کې ۵،۷۴۰ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام آباد -- ايکسپريس ټریبیون د يکشنبې په ورځ (د مې په ۲۸ مه) راپور ورکړو، د ايالاتو او سرحدي سيمو وزارت (سافران) قومي اسمبلۍ ته وويل چې څه دپاسه ۴۰۰ امنیتي پرسونل په هغه لږ تر لږه ۵،۷۴۰ پاکستانيانو کې شامل دي کوم چې په تېرو شپږو کلونو کې په فاټا کې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې وژل شوي دي.

د قومي اسمبلۍ د غړي عبدالقهار خان ودان، چې د خيبر پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ استازيتوب کوي، د سوال په لیکلي ځواب کې سافران وويل، چې په قبايلي سيمو کې په تروریستي بریدونو کې د ليوي ځواک لږ تر لږه ۲۳۴ غړي، ۱۷۴ خاصاداران او ۵،۳۳۲ ملکي وګړي وژل شوي دي او ۶،۴۲۷ نور کسان ژوبل شوي دي.

سافران وويل، وسله والو نږدې ۸۰،۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي دي او حکومت د وژل شوي امنيتي پرسنلو کورنيو لپاره د شهيدانو په معاوضې باندې ۳ ميليارده رووپۍ ( ۲۸.۶ميليونه امريکايي ډالره) خرچ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500