په پاکستان کې په تشدد کې د سولې ۴ رضاکاران او د پوليسو يو افسر ووژل شو

د سټاف راپور

پېښور -- په پاکستان کې د تاوتريخوالي په بيلو بيلو پېښو کې د سولې څلور رضاکاران او د پوليسو يو افسر ووژل شو.

جيو نيوز خبر ورکړو چې د پيښور په متنو سيمه کې تېره ورځ د شپې ناوخته د دوشنبې په ورځ (د مۍ په۲۹مه) د سولې د کميټۍ غړي په نښه کړی شول.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د تشدد په يوه بله پېښه کې، په کوټه کې د دوشنبې په ورځ نامعلومو برید کونکو د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ په ډزو وويشتلو او د هغه وراره او د پوليسو يو انسپکټر يې ژوبل کړو.

سما تلويزيون راپور ورکړو، په همدې حال کې، د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور پاکستانیان ژوبل شول.

امنيتي سرچينو وويل، دغه پیښه په مظفر آباد کې په لاين آف کنټرول باندې په چکوټي سکتور کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د مسافرو يو ګاډی د يو ښخ شوي بم سره وجنګيدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500