په بلوچستان کې د تروریستي بریدونو لوړ پوړی مشکوک ماسټر ماينډ ونيول شو

د ای ايف پي لخوا

کوټه -- د پاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۳ مه) ادعا کړې ده چې دوی د يو شمير بریدونو ماسټرماينډ نيولی دی. په دغه بريدونو کې په جنوب لويديځ کې په لسګونو کسان وژل شوي وو، چې په دې کې په تير کال کې د کوټې په ښار کې هغه ناوړه چاودنه هم شامله ده کومې چې وکيلان په نښه کړي وو.

په بلوچستان صوبه کې چارواکو يوه ویډیو جاري کړې ده. په دې ويډيو کې د وسله وال، چې د سعيد احمد بداني په نامه ياديږي، اعترافي بیان ښودل شوی دی. دغه ترهګر د ۳۰ مو په لومړيو کلونو کې د مدرسې يو پخوانی طالب علم وو.

انور الحق کاکړ، د صوبايي حکومت وياند، په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې بداني اعتراف کړی دی چې هغه په هغه چاودنه کې لاس لرلو کومې چې تير کال د اګست په مياشت کې د ښار وکیلان هغه وخت په نښه کړل کله چې دوی په يو هسپتال کې راټول شول. په دغه چاودنه کې د ۷۰ نه زيات کسان وژل شوي وو.

بداني تير کال په کوټه کې د پوليسو په تربيتي کالج باندې د حملې کولو اعتراف وکړو. په دغه بريد کې د ۶۰ نه زيات کسان وژل شوي وو. هغه د نورو شواهدو وړاندې کولو په پرتله په يو صوفي زيارت باندې د بريد کولو اعتراف وکړو چې د ۵۲ نه زيات کسان په کې وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو په تیر وختونو کې د وسله والو اعترافونه د ويډيو له لارې خپاره کړي دي. په دغه اعترافونو کې وسله والو اعتراف کړی دی چې دوی په لویه کچه په بریدونو کې ښکيل وو.

تير کال په نومبر کې چارواکو ادعا کړي وه چې دوی نور هغه ستر تروريستان هم نيولي دي کوم چې په وکيلانو او د پوليسو په تربيتي کالج باندې په برید کولو کې ښکيل وو.

کاکړ وويل، بداني د فرقه يې ډلې لشکر جنګوي سره د کار کولو نه مخکې، په لومړيو کې د پاکستاني طالبانو سره تربيت ترلاسه کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500