په کراچۍ کې د داعش ۵ شکمن کسان د يو پروفیسر په ګډون ونيول شول

د سټاف راپور

کراچۍ -- جيو نيوز خبر ورکړو چې په کراچۍ کې امنیتي ادارو د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲ مه) پنځه پاکستانيان، د انجنيرينګ يو پروفيسر او د هغه د خورزې په ګډون، د داعش سره د اړیکو لرلو په شک ونيول.

دغه پروفيسر په لاهور کې په يونيورسټۍ کې تعليم ورکوي. د هغه د خورزې عمر نه دی ښودل شوی.

سرچينو وويل، دغه پنځه شکمن کسانو پلان لرلو چې د تروریستي بریدونو لپاره د ډرون له لارې چاودېدونکي توکي استعمال کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500