په چارسده کې په يوې چاودنه کې ۱۴ کسان ژوبل شول

د سټاف راپور

ډان خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د مې په۲۱ مه) راپور ورکړو چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د چارسدې په شبقدر تحصیل کې د بمي چاودنو په یوه لړۍ کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستانیان ژوبل شول.

پوليسو وويل، دغه بريدونه د جمعې په شپه (د می په ۱۹مه) رامنځته شول.

دغه بمونو چې د څلورو کورونو بهر وچاوديدل لږ تر لږه ۱۱ کسان ژوبل کړل. شر پسندو په دوو کورونو کې لاسي بمونه وغورځول، چې یو کس په کې ژوبل شو. پولیسو وويل، چې د يو سکول بهر ښخ شوی بم یو چوکيدار او یو هلک ژوبل کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500