اسلام آباد -- د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د سولې د کمیټۍ څلور رضاکاران، د پولیسو شپږ افسران او څلور وسله وال ووژل شول.
دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې د خيبر پښتونخوا په تیرا دره کې په يوې چاودنه کې د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲مه) د سولې د کميټۍ څلورو رضاکاران ووژل شول.
د سما تلويزيون له مخې، وسله والو په دغه ورځ په کراچۍ کې د پوليسو دوه افسران ووژل.
د ډان خبري اژانس له مخې، له بلې خوا، امنيتي ځواکونو د بلوچستان صوبې په آواران ډسټرکټ کې د شنبې په ورځ څلور وسله وال ووژل.