پاکستان به ۶۰۰،۰۰۰ غير قانوني افغان کډوال رجسټر کړي

د سټاف راپور

اسلام آباد -- د طلوع نيوز له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو مشر کمشنر عمران زيب د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) وويل، پاکستان پلان لري چې نږدې ۶۰۰،۰۰۰ غير قانوني افغان کډوال چې په ټول هيواد کې ژوند کوي، رجسټر کړي.

هغه وويل، تمه کيږي چې دا کمپاین به په جولای کې پیل شي.

هغه ايکسپريس ټریبیون ته وويل چې د افغانستان حکومت په دغه پروجيکټ کې همکاري کوي.

زیب زياته کړه، د نوم لیکنې یوویشت مرکزونه او يو موبايل ټيم د ۱۰۰ افغان چارواکو په مرسته به د نوم ليکنې پروسه ترسره کړي.

د ۶۰۰،۰۰۰ غير رجسټر شوي افغانانو نه علاوه، په پاکستان کې نږدې يو میلیون رجسټر شوي افغان کډوال موجود دي.

ملګري ملتونه په دغه عملیاتو کې مالي مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500