ډیره بګټي -- دنیا نيوز خبر ورکړو چې د بلوچستان په ډیره بګټي کې د پنجشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۸مه) يو قبايلي مشر او د استخباراتو افسرانو ته لږ تر لږه ۱۲ وسله وال د يو کمانډر په ګډون تسليم شول.
ياغيانو ژمنه وکړه چې د هیواد په خدمت کولو کې به مهم رول ولوبوي او په راتلونکې کې به د ترهګرو د فعاليتونو نه ځان ساتي.
دغه ياغيانو چې تسليم شول پخوا د ګيس پايپ لاينونه الوزولي وو او په امنيتي ځواکونو یې بريدونه کړي وو.