راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بيان کې وويل، پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان دواړو کې د سه شنبې په ورځ (د مۍ په ۱۶ مه) د وسلو زيرمې ونيولی.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، یو اپريشن د شمالي وزيرستان په متري کلي او نور اپريشنونه د جنوبي وزیرستان په پنګي پري خېل کلي کې ترسره شول.
ځواکونو په يو پريښودل شوي ودانۍ کې سب مشين ګنونه، د جهازونو ضد وسلې او لاسي بمونه ترلاسه کړل.