د چاودېدونکو توکو ډک ګاډی په کورم ايجنسۍ کې تباه شو

د سټاف راپور

کورم ايجنسي -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې پاکستاني ځواکونو د جمعې په ورځ (د مۍ په ۱۲مه) په کورم ايجنسۍ کې د چاودېدونکو توکو د ډک ګاډې په تباه کولو سره یوه تروریستي دسيسه ناکامه کړه.

د کورم ايجنسۍ اسیسټنټ پوليټيکل ايجنټ شاهد علي خان وويل، دغه ګاډی د افغانستان نه داخل شوی وو. امنیتي ځواکونو د شکمن ترهګرو په نيت پوهه شول او ډزې يې شروع کړې، چې ګاډې يې والوزوو.

د نوموړي په وينا، دا ګاډی به د کرم ايجنسې په هيډ کوارټر پاړه چنار کې د تروریستي برید لپاره استعمالیدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500