په بلوچستان کې د وسلو او ګوله بارودو يوه زيرمه ونيول شوه

د سټاف راپور

کوټه -- ډان خبرې اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۰مه) راپور ورکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان په چاغي او ډيره بګتي ډسټرکټونو کې د وسلو، چاودېدونکو توکو او ځانمرګي واسکټونو دوه زېرمې ترلاسه کړې.

يو امنيتي چارواکي وويل، فرنټير کور په چاغي کې د ځانمرګي واسکټونو، چاودېدونکي توکو او نورې تروریستي توکي وموندلې. هغه زياته کړه چې دغه وسلې د بلوچستان په اندروني سيمه کې د استعمالولو لپاره ذخیره کړی شوې وې.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په ډیره بګټي ډسټرکټ کې امنیتي ځواکونو ۳۵ مارټر شيلونه هم ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500