د تحریک طالبان پاکستان ۴ ترهګرو ته پهانسي ورکړل شوه؛ او د بل پهانسي د مۍ په ۱۶مه متوقعې ده

د سټاف راپور

اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستاني زندان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۰مه) د تحریک طالبان پاکستان څلور ترهګرو ته پهانسي ورکړه او تمه کيږي چې پنځم ترهګر به د می په ۱۶ په دار وخيژولی شي. د پهانسې ځایونه معلوم نه دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، پوځي عدالتونو دغه څلورو محکوم شوي ملکي وګړو ته په يو جومات او امنيتي ځواکونو د بريد کولو له امله سزا ورکړه.

دنیا تلويزيون د سه شنبې په ورځ (د می په ۹ مه) راپور ورکړو چې د تحریک طالبان پاکستان يو بل غړي، عثمان غني، ته به د می په ۱۶مه پهانسي ورکړی شي.

غني په مارچ ۲۰۱۱ کال کې په فیصل اباد کې د پوځ د استخباراتو د دفتر مخې ته په يو موټر کې چاودنه ترسره کړې وه چې ۳۴ کسان په کې وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500