کوټه -- ميډيا راپور ورکړو چې د بلوچستان د بمونو شنډولو سکواډ په کوټه کې یو بم شنډ کړو، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو يو وسله وال ووژلو.
جيو نيوز خبر ورکړو چې د بې ډي ايس غړو په سرياب نيبر هوډ کې د دوشنبې په ورځ ( د مې په ۸ مه) د سړک د غاړې يو بم شنډ کړو.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړو، په همدې ورځ، امنيتي ځواکونو په کچ ډسټرکټ کې د بلوچ ډلې کمانډر ووژلو.