په پيښور کې په بمي چاودنو کې ۳ پوليس ژوبل شول او يو سکول ويجاړ شو

د سټاف راپور

پېښور -- د دنیا تلويزيون له مخې، په پیښور کې د دوشنبې په ورځ (د می په ۸ مه) په بمي چاودنو کې څلور پاکستانيان، د درې پوليسو په ګډون، ژوبل شول او يو سکول ويجاړ شو.

په خټکو پل باندې د سړک د غاړې يو بم د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې موټر په نښه کړو چې د سي ټي ډي درې افسران او یو ملکي وګړی په کې ژوبل شول.

بله چاودنه د جينکو د سکول نه بهر رامنځته شوه چې د سکول ګيټ ته يې زيان ورسوو. د خیبر پښتونخوا د بمونو د شنډولو سکواډ د سکول نه بهر يو بل بم شنډ کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500