په پاکستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۱۷ خبريالان وژل شوي دي

د سټاف راپور

اسلام آباد -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ (د می په ۳ مه) راپور ورکړو چې په پاکستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې لږ تر لږه ۱۱۷ خبريالان وژل شوي دي. جيو نيوز زياته کړه، چې یوازې درې قاتلان په عدالت کې محاکمه شوي دي.

د بې سرحده خبريالانو تنظيم دغه هېواد د خبريالانو لپاره په نړۍ کې یو ترټولو خطرناک هيواد ګڼي.

د آر ايس ايف له مخې، خو بیا هم په پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د خبریالانو قتلونه کم شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تل دې وي د پريس آزادي

ځواب