يو حکومتي چارواکی ايکسپريس ټریبیون ته وويل، چې پاکستاني چارواکو د جماعت الدعوة د مشر حافظ سعید او د دغه ډلې د څلور نورو کسانو په کور کې نظربندي د ۹۰ ورځو لپاره وغځوله.
حکومت د جنورۍ په مياشت کې هغه پنځه کسان په کور کې د ۹۰ ورځو لپاره نظربند کړل، کوم چې "د سولې او امنیت" خلاف په فعالیتونو کې تورن ول.