راولپنډۍ -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۷مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په ټول پاکستان کې پنځه ترهګر ووژل اونهه شکمن کسان یې ونيول.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې په بلوچستان کې په استخباراتي عملياتو کې پنځه کسان ووژل شول.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په وينا، امنيتي ځواکونو په ټول هيواد کې ۴۱ عمليات ترسره کړل او نهه شکمن کسان يې ونیول.