کراچۍ -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۷مه) راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې دوه مشکوک تروریستان ووژل او ۲۴ کسان یې ونیول.
پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۶مه) د لیاري په سيمه کې دوه کسان په ډزو ووژل. دغه کسانو په دې وروستیو کې د لاسي بم يو بريد وکړو چې ۱۷ کسان په کې ژوبل شول.
پولیسو په ټول ښار کې د شپې په بریدونو کې ۲۴ شکمن کسان ونيول.