د تحریک طالبان پاکستان ۴ ترهګرو ته پهانسي ورکړی شوه

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- ډان اخبار راپور ورکړو چې چارواکو په پاکستان کې د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۲۵مه) د تحريک طالبان پاکستان څلور "سخت دريځه" ترهګرو ته پهانسي ورکړه. د پهانسۍ د ځای يا ځايونو په باره کې راپور نه دی ورکړی شوی.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې ترهګرو د قانون د پلي کولو پرسونل او ملکي کسانو د وژلو اعتراف وکړو. د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه چې دوی ټولو ته په پوځي عدالتونو کې سزا ورکړی شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500