د مشعل په وژولو کې د يونيورسټۍ يو سيکيوريټي افسر ونیول شو

د سټاف راپور

پېښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې پولیسو د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۳مه) د طالب علم مشعل خان په وژلو کې په مردان ډسټرکټ کې د عبدالولي خان يونيورسټۍ يو امنيتي افسر ونیولو.

پوليسو وويل، نيول شوی کس، بلال بخش، په دې کيس کې تر ټولو ستر شکمن دی.

يو هجوم د اپريل په ۱۳مه وروسته له هغې مشعل خان ووژلو کله چې هغوی واوريدل چې هغه د مقدساتو سپکاوی کړی دی. پوليسو تر اوسه پورې ۳۵ کسان نیولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500