په بلوچستان او مهمند کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې ۵ امنيتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کوټه -- په بلوچستان صوبه او مهمند ايجنسۍ کې د يکشنبې په ورځ (د اپريل په ۲۳مه) د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه پنځه امنيتي پرسونل ووژل او څلور نور ژوبل شول.

يو امنيتي چارواکي ډان اخبار ته وويل، چې د بلوچستان په کچ ډسټرکټ کې د ريموټ کنټرول په يوې بمي چاودنه کې، چې د فرنټير کور د ګشت يو ګاډی یې په نښه کړو، د فرنټير کور څلور غړي ووژل شول.

د جيو نيوز له مخې، د ايجنسۍ پوليټيکل انتظامیې وويل، د دغې ورځ په لومړيو کې، د مهمند ايجنسۍ په صافي تحصیل کې د مځکي ماین په چاودنه کې د خاصادار ځواک افسر ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500