کوټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې لږ تر لږه ۴۳۴ وسله وال د جمعې په ماښام (د اپریل په ۲۱مه) په بلوچستان کې د روانو سیاسي روغې جوړې بهیر د برخې په توګه تسليم شول.
دغه وسله وال د بلوچستان جمهوري پوځ، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورو ډلو سره تعلق لرلو او دوی په کوټه، ډېره بګټي، سوی او د صوبې په نورو برخو کې د حکومت په تاسیساتو باندې بریدونو کې ښکيل وو.
د بلوچستان وزير اعلی نواب ثناء الله خان زهري وويل: "بې ګناه خلک استعمال شوي دي او هغه عناصر چې بهر ژوند کوي دوی راپاروي."
لیفټننټ جنرل عامر رياض وويل: "هر څوک چې خپلې وسلې پرځمکه ږدي هغه ته به هرکلی ویل کیږي."
شير محمد، چې د بلوچ د آزادۍ يو مهم کمانډر دی، وويل: "زموږ سره دهوکه شوې ده." په داسې حال کې چې یو بل مهم کمانډر در خان بلوچ وويل، دوی به د بهرنی عناصرو لپاره "نوره جګړه" ونه کړي."
د بلوچستان د حکومت وياند، انور الحق کاکړ، وويل، تر اوسه پورې د۱۵۰۰ نه زیات وسله وال تسليم شوي دي او تمه کيږي چې نور به هم تسليم شي.