په کوټه کې د يو لاسي بم بريد له کبله ۴ کلن هلک ووژل شو

د سټاف راپور

کوټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په کوټه کې د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۷مه) په يو لاسي بم بريد کې ۴ کلن هلک ووژل شو او دوه نور ماشومان ژوبل شول.

پوليسو وويل، دا پيښه د کوټې په کلي بيرات سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو نامعلومه برید کونکي په ماشومانو لاسي بم وغورځاوو. دغه ماشومانو په کوڅه کې لوبې کولې.

پوليسو وويل، درې ماشومان په دې بريد کې ژوبل شول او يو هسپتال ته ويوړل شول، چې یو په کې د زخمونو له کبله مړ شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500