د مردان پوليسو د مشعل خان په وژلو کې ۱۵ شکمن کسان ونيول

د سټاف راپور

مردان -- ميډيا راپور ورکړو چې پولیسو د اپریل په ۱۳مه په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې د طالب علم مشعل خان په وژلو کې لږ تر لږه ۱۵ شکمن کسان ونيول.

جيو نيوز راپور ورکړو چې اووه شکمن کسان عدالت ته د يکشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۶مه) وړاندې شوي دي. په داسې حال کې چې پوليسو په لومړيو کې اته نور شکمن کسان نیولي وو.

ایکسپرس ټريبيون راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود خبريالانو ته د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۷مه) وويل، هيڅ څه ثبوت نشته چې دا څرګنده کړي چې مشعل خان د مقدساتو سپکاوی کړی وو.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د دې وژلو د عدالتي تحقيقاتو امر کړی دی.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان چيف جسټس ميا ثاقب نثار د یکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل ته هدايات ورکړل چې د دې پېښې په هکله هغه ته په ۳۶ ګهنټو کې راپور وړاندې کړي.

د پیښې نه وروسته، يونيورسټي بنده شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500