لاهور -- ډان خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۶مه) راپور ورکړو چې د نورين لغاري په نامه يوه ښځه په لاهور کې په امنيتي عملياتو کې ونيول شوه. هغه په حيدر آباد کې د ميډيکل ورکه شوي طالب علمه وه.
د سي ټي ډي وياند وويل، د تروریزم سره د مبارزې ادارې پوليسو د اپريل په ۱۴مه په لاهور کې په پنجاب هاوسنګ سوسايټۍ کې عمليات ترسره کړل چې يو شکمن ترهګر علي طارق یې ووژلو.
د سي ټي ډي سرچينو له مخې، د عملياتو په ترڅ کې، دغه ښځه هم ونیول شوه او وروسته د نورين لغاري په نامه وپيژندل شوه. نورين لغاري د سيند په جامشورو کې د طب او صحت د علومو يونيورسټۍ طالب علمه وه.
نورين د دې کال د فبرورۍ مياشتې راهيسې ورکه شوي وه او په هغې تور لګول شوی دی چې هغه د داعش سره یوځای شوې وه.
مونږ ته نور تفصيلات هم راکړئ ،،، دغه جينۍ خپل طبي تعليم جاري ساتلی دی،،، آيا يوه تروريسته به ډاکټره جوړه شي؟
ځوابتبصرې 1