په پنجاب کې ۹ ترهګر او ۳ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

لاهور -- د ډان خبري اژانس له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، د پنجاب صوبې په ډیره غازي خان ډسټرکټ کې په ګډو استخباراتي امنیتي عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان لږ تر لږه درې ترهګر او درې نيم پوځي رينجر د جمعې په ورځ (د اپریل په ۱۴مه) ووژل شول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې په دې عملياتو کې رينجرو او همدارنګه استخباراتي او د پنجاب د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پرسونلو برخه واخيسته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500