يو هجوم د مردان کالج يو طالب علم د مقدساتو د سپکاوي په تور ووژلو

د سټاف راپور

مردان -- چارواکو وويل چې د پنجشنبې په ورځ يو هجوم (د اپریل په ۱۳مه) د عبدالولي خان يونيورسټۍ يو طالب علم د مقدساتو د سپکاوي په تور ووژلو.

د يونيورسټۍ او د پوليسو د وينا له مخې، د سکول په باغ کيمپس کې د طالب علمانو يوې ډلې مشال خان په وهلو مړ کړو.

جيو نيوز راپور ورکړو چې په دې پيښه کې پنځه نور طالب علمان ژوبل شول. جيو نيوز زياته کړه چې پوليسو د ۲۰ نه زيات کسان ونیول.

دغه يونيورسټي د پېښې وروسته د نامعلومه مودې لپاره بنده کړی شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500