کراچۍ -- دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې نيم پوځي رينجرو په کراچۍ کې د پنځو مشکوک وسله والو نيولو سره یو ترهګريز پلان ناکامه کړو.
په کراچۍ کې د رينجرو کرنل قيصر د چهارشنبې په ورځ ( د اپريل په ۱۲مه وويل) وویل، په کراچۍ کې نيول شوي کسانو د القاعدې او داعش سره تعلق لرلو او په کراچۍ او بلوچستان صوبه کې یې نيټ ورکونه لرل.
د دنیا تلويزيون له مخې، په کراچۍ کې د تشدد په نورو پېښو کې، د پوليسو يو افسر او دوه غله د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۱۱مه) ووژل شول.
په موټرسايکل سپاره کسانو د پوليسو يو افسر په ډزو ووژلو او د منګو پير سيمې نه وتښتېدل.
پولیسو دوه تنه غله په اورنګي ټاون کې په يوه نښته کې ووژل.