اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه دوه وسله وال هغه وخت ونيول کله چې دوی په مهمند ايجنسۍ کې د پولې دې خوا برید وکړو. امنيتي ځواکونو په پنجاب صوبه کې هم نهه شکمن کسان ونیول.
ځايي اوسيدونکو وويل چې دغه وسله وال د افغانستان نه راغلي وو او په مومند ایجنسۍ کې یې د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۱۱مه) په يو سرحدي پوسټ باندې برید وکړو. سرتيرو په جوابي کاروايۍ کې هغوی ووژل. يو عسکر زخمي شو. پاتې وسله وال وتښتېدل.
د سي ټي ډي له مخې، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په ملتان ډسټرکټ کې د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۰مه) د جماعت الاحرار اووه مشکوک کسان ونیول. جماعت الاحرار د تحریک طالبان پاکستان يوه اورپکي ډله ده.
ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې پولیسو دوه نور مشکوک وسله وال په ګجرانواله ډسټرکټ کې ونیول.