ملګري ملتونو د جينکو تعليم ته ودې ورکولو لپاره ملاله د سولې استازي وټاکله.

د سټاف راپور

نيويارک -- د ملګرو ملتونو د يو بيان له مخې، د سولې لپاره د نوبيل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د سولې استازي وټاکل شوه.

د ملګرو ملتونو جنرل سيکريټري انتونيو ګويتريس، ۱۹کلنه ملاله د ملګرو ملتونو د سولې استازي وټاکله چې د جينکو تعليم ته وده ورکړي.

هغه د سولې تر ټوله کشره استازي ده. هغه د سولې د نوبيل انعام ترلاسه کوونکي تر ټوله کشره جينۍ هم وه، چې د ۱۷ کالو په عمر کې يې د ۲۰۱۴ کال انعام ترلاسه کړو.

ملاله په سوات کې په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو د قاتلانه بريد نه بچ پاتې شوه او اوس په انګلستان کې ژوند کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500