د جماعت الاحرا ۱۰ غړي د لاهور چاودنې د سهولت کار په ګډون ووژل شول

د سټاف راپور

چارواکو د شنبې په ورځ (د اپریل په ۸ مه) وويل، چې د فبرورۍ په مياشت کې په لاهور کې د يو وژونکي ځانمرګي بريد مهم سهولت کار د جماعت الاحرار په هغه ۱۰ ترهګرو کې شامل دی کوم چې په لاهور کې په يوه نښته کې ووژل شول.

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د پنجاب صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وويل، پوليسو انوارالحق -- د ځانمرګي بريد سهولت کار -- او د جماعت الاحرار نور څلور غړي وړل چې د وسلو پټ ځای معلوم کړي چې وسله والو په دغه ډله باندې بريد وکړو او پنځه کسان يې خوشې کړل.

د جماعت الاحرا ټول پنځه غړي کوم چې خوشې شول لږ وروسته د ټوپکو په نښته کې ووژل شول. د هغوی پنځه ملګري هم په دغه نښته کې ووژل شول. پوليسو ته څه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پوليسو له مخې، وژل شوي ټول وسله وال د جماعت الاحرار غړي وو. جماعت لاحرار د تحریک طالبان پاکستان يوه اورپکۍ ډله ده.

جماعت الاحرار په لاهور کې په مال روډ باندې د ځانمرګي بريد چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې ووژل شول مسوليت په غاړه اخیستی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو دا پارونکي وينا رښتيا او ښه ده.

ځواب