کراچۍ -- ميډيا راپور ورکړو چې په کراچۍ کې د يو ګټ د راخويدو له کبله پنځه کسان د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) ووژل شول.
د پولیسو سپرنټنډنټ آصف رزاق وويل، چې یو ګټ د غره نه راوخويدو او په يو کور ولوېدو.
په مړه شوي کسانو کې د کور خاوند، ضمير ګل، د هغه مېرمن، او د هغوی دوه ماشومان شامل دي.
په ژوبل شوي کسانو کې د ګل درې لوڼه شاملې دي.