په جنوبي وزيرستان کې ۲ وسله وال او يو امنیتي افسر ووژل شو

د سټاف راپور

ډیره اسماعیل خان -- ميډيا راپور ورکړو چې په جنوبي وزیرستان کې په بيلو بيلو پېښو کې يو امنيتي افسر او دوه وسله وال وژل شوي دي.

سرتیرو د جنوبي وزیرستان په تور مزدک کې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۳۱مه) د تحریک طالبان پاکستان کمانډر محمود الحسن، چې د خواجه مدني په نامه ياديدو، او د هغه ګارډ ووژلو.

جيو نيوز د پوليټيکل انتظاميې له خولې خبر ورکړو چې په دغه ايجنسۍ کې د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۲مه) د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې يو امنيتي افسر ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500