د بنو جيل ماتولو کې ککړ کس په کوهاټ کې پهانسي کړی شو

د سټاف راپور

کوهاټ -- د ډان خبري اژانس له مخې، یو ترهګر چې په اپريل ۲۰۱۲ کال کې یې د خیبر پښتونخوا په بنو جيل کې د ۴۰۰ قيديانو سره په تښتيدو کې مرسته کړې وه، په کوهاټ کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) پهانسي کړی شو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، طاهر شاه، "سخت دريځه ترهګر"، د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې شاه د يو پوځي عدالت نه د مرګ سزا ترلاسه کړې وه.

د بنو جيل په ماتولو کې عادي مجرمان او وسله وال دواړه تښتيدلي وو. په دوی کې عدنان رشید هم شامل وو. هغه د هوايي ځواک یو پخوانې غړی وو او د صدر پروېز مشرف د وژلو د کوشش له کبله یې د پهانسۍ انتظار کولو. رشید تر اوسه پورې نه دی نيولی شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500