د پنجاب پوليسو ۵ شکمن ترهګر ووژل

د سټاف راپور

ګجرات، پاکستان -- جيو خبري اژانس راپور ورکړو چې پولیسو د پنجاب صوبې په ګجرات ډسټرکټ کې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۳۰ مه) په يوه نښته کې لږ تر لږه پنځه مشکوک ترهګر ووژل.

د سي ټي ډي وياند وويل، چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې غړو د وسله والو په پټنځای چاپه ووهله.

دغه وياند وويل، پوليسو پنځه وسله وال په ډزو کې ووژل، په داسې حال کې چې درې نور شکمن کسان وتښتېدل.

جيو خبري اژانس او دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې وسله وال د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې غړي وو او دوی په ګجرات او کهاريا کې په عامه تاسيساتو باندې د حملې کولو پلان لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500