کوټه -- د ډان خبري اژانس د يو راپور چې د سه شنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۸مه) خپور شو له مخې، د صوبايي تعليم سيکريټري شان الحق وويل، چې په بلوچستان صوبه کې په ۱۳،۰۰۰ کې د ۹۶۳ نه زيات سکولونه د استاذانو يا د ودانۍ د نشتوالي له کبله فعال نه دي.
هغه وويل، صوبه د ۳،۰۰۰ نه زيات استاذان بهرتي کوي.
د ډان خبري اژانس له مخې، د ۵،۰۰۰ نه زيات سکولونه يوه کمره او یو استاذ لري.