اسلام آباد -- د پاکستان پوځ وويل، پاکستان د افغانستان سره د خپل سرحد په اوږدو کې کټاره لګول شروع کړل چې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.
دواړه هېوادونه د "ډيورنډ کرښې" له لارې د يو بل نه جدا دي. دا ۲،۴۰۰ کلوميټره اوږده پوله ده چې برطانيې په ۱۹۸۶ کې قايم کړې وه.
د پوځ له مخې، تېر کال، پاکستان د جنویپ پولی په نيمه برخه کې ۱،۱۰۰ کلوميټره اوږد خندق مکمل کړی وو. د کټارې لګولو اوسنې پړاو په مهمند او باجوړ ايجنسو کې شروع شو.
په يو بيان کې راغلي چې "اضافي تخنيکي څارنې" به وګومارل شي، خو د دې په اړه يې تفصيلات ور نه کړل.