اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۴مه) درې کسان چې په سوشل ميډيا باندې د مقدساتو د سپکاوي مواد خپرولو کې تورن وو ونیول. د نيولو ځای معلوم نه وو.
چارواکو د دوی ليپ ټاپونه د فورنسک تجزيې لپاره قبضه کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت د دې هفتې په سر کې راپور ورکړو چې چارواکو يو بل کس د داسې تور له کبله نيولی دی او د يو شمير کسانو نومونه يې د وتلو په کنټرول لسټ کې شامل کړي دي. دا لسټ دغه کسان د پاکستان نه د وتلو نه منع کوي.
لومړی وزير ميا محمد نواز شريف د مارچ په لومړيو کې د هغه کسانو د نيولو امر وکړو کوم چې په سوشل ميډيا باندې د مقدساتو د سپکاوي موادونه پوسټ کوي.