اسلام اباد -- ميډيا راپور ورکړو چې د پاکستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲مه) په ګڼ شمير سره يو قانون منظور کړو چې په هیواد کې پوځي عدالتونو ته د کار کولو اجازه ورکړي.
د جيو نيوز او ډان خبري اژانس له مخې، يوه ورځ وروسته له هغې چې قومي اسمبلۍ (ایوان زیریں) په ۴-۲۵۵ اکثريت سره دغه بل منظور کړو، سینیټ (ایوان بالا) د چهارشنبې په ورځ د دوه په دریمه اړین اکثریت سره هم دا بل منظور کړو.
دغه بل پوځي عدالتونو ته د نورو دوو کلونو لپاره د کار کولو وخت ورکوي. د دې لومړني دوه کلن ميعاد په جنورۍ کې پای ته رسيدلی وو.
پاکستان په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام چې د ۱۴۰ نه زيات ماشومان او استاذان په کې ووژل شول، نه ژر وروسته دغه عدالتونه جوړ کړل.