په فاټا کې ۵ وسله او ۳ امنيتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- ميډيا راپور ورکړو چې په اورکزۍ او جنوبي وزيرستان ايجنسو کې پنځه وسله وال او درې امنیتي پرسونل ووژل شول.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په اورکزۍ ايجنسۍ کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲مه) په عملياتو کې پنځه وسله وال او دوه سرتېري ووژل شو. ډان خبري اژانس زياته کړه، چې په مړه شوي کسانو کې يو "دورن" وو چې د تحریک طالبان پاکستان مشر وو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، فرنټير کور د ردالفساد عملیاتو د برخې په توګه دغه بريد ترسره کړو.

د ډان خبري اژانس له مخې، په جنوبي وزيرستان کې د چهارشنبې په ورځ د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې يو بل امنيتي افسر ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500