اسلام اباد -- د ډان خبري اژانس له مخې، د پاکستان پنځه کرکټران چې په سپاټ فکسنګ کې ښکيل وو په ايګزيټ کنټرول لیسټ کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰مه) شامل کړل شول.
کوم کسان چې په ايګزيټ کنټرول لسټ کې وي هغوی بهر ته سفر نه شي کولی.
محمد عرفان، شرجیل خان، خالد لطيف، شهزيب حسن او ناصر جمشید په پاکستان سپر ليګ، چې په دې وروستيو کې ختم شو، کې په سپاټ فکسنګ کې تورن دي.
د کرکټ ملي بورډ له مخکې نه دغه پنځه کسان د تحقيقاتو په دوران کې د کرکټ کولو نه منع کړي دي.