چارواکو په اسلام اباد کې يو تروریستي پلان ناکامه کړو

د سټاف راپور

اسلام اباد -- دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې چارواکو په پنجاب صوبه کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) درې شکمن ترهګر ونیول او په اسلام اباد کې یې د پاکستان ډی پريډ نه يو څو ورځې مخکې يو تروریستي پلان ناکامه کړو.

پاکستان ډی به د پنجشنبې په ورځ (مارچ په ۲۳ مه) لمانځلی شي.

سرچينو وويل، چارواکو په ټيکسلا او هزرو کې ګرفتارۍ کړي دي. هغوی زياته کړه، چې ځواکونو ۹ کلوګرامه چاودېدونکي توکي، اووه لاسي بمونه او نورې وسلې ونيولې.

سرچينو تايد وکړو چې شکمن کسان په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د بريد کولو پلان لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500