پاکستان د افغانستان سره پوله بيا پرانيستلې ده

د سټاف راپور

اسلام اباد -- خامه پریس د دوشنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۰ مه) راپور ورکړو، په يو بيان کې چې د وزير اعظم د کور نه خپور شو، راغلي دې چې د پاکستان وزیر اعظم محمد نواز شريف د افغانستان سره په پوله باندې د دروازو بيا پرانستلو امر وکړو. په دغه بيان کې راغلي چې د پولې بیا پرانستلو مطلب خير ښيګړه ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د دغې فيصلې هرکلی وکړو او د مارچ په ۱۶مه د سرتاج عزیز چې د نواز شريف د بهرنیو چارو سلاکار دی لخوا يقين دهانې ته اشاره وکړه چې پوله به بيا پرانيستی شي.

د فبرورۍ په مياشت کې د سيند صوبې په سیهون کې په يو صوفې زيارت باندې د ځانمرګي بريد نه وروسته، پاکستان دغه پوله بنده کړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500